IQNA

دين ته د لويدیځ ناسم ليد او كتنه بدلول غواړی

22:45 - May 02, 2012
د خبر لمبر: 2317265
د علم او پوهې ډله: د تهران پوهنتون د بين المللی مطالعاتو د مركز رئيس څرګنده كړه: په وروستيو څو سليزو كښې په لويدیځ كښې د دين په نسبت ناسم ليد او كتنې شتون لرلے دے چې پكار دی دغه ليد بدل شی.
له (دينونه او معاصره بيداری) نومې بين المللی سيمينار څخه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د تهران پوهنتون د بين المللی مطالعاتو د مركز رئيس يونس نوربخش پرون په دغه كانفرنس كښې په يولړ ويناؤ كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: په لويدیځ كښې دين معمولا د استبداد د خرافاتو له فضا سره اخښلے بلل كیږی او وئيل كیږی چې دين د اوسنۍ نړۍ له تقاضو او ضرورتونو سره په تضاد كښې دے.
دوی ټينګار وكړ: التبه په تاريخ كښې يوشمير داسې موارد وو چې د دين د څيرې د خرابيدو او بدرنګه كيدو سبب شوی دی خو دا په دې معنا نه دی چې دين د داشان نتائجو لرونكے دے.
نوربخش زياته كړه: دين د انسان د داخلی تكامل او بدلون لپاره راغلے دے او كه چيرې فلسفه له مينځه وباسو نو يوازې د وچو عبادتونو ټولګه په ځائې پاتې كیږی چې انسان ته هیڅ ګټه نه وركوی. كه د انبياؤ (ع) د راتلو هدف كمال ته د انسان رسول وبولو نو پكار دی چې دا ټكے په نظر كښې ولرو چې كمال د خشونت، زور،ظلم او جهالت سره سمون نه خوری بلكې كمال په علم، پوهې او د نورو په احترام كولو باندې مشتمل دے. 997832

captcha