د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې عربی ژبې ورځپاڼې وليكل: په سوريه كښې د ملګرو ملتو د څارونكی پلاوی د (حتمی ماتې) په هكله له مختلفو سيمو او برخو څخه ګڼ شمير غږونه ترغوږو كیږی. د مثال په توګه يو امريكائی نظرخاوند (د لارې په سر كښې د بندون) خبره كوی او سپينه ماڼۍ او بان كی مون د سوریې دولت ته په اشارې سره د حقيقت په موندلو كښې د ناكامۍ چيغې وهی.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير آلن ژوپه د څارونكی پلاوی د پروټوكول له لاس ليكيدو نه ټيك يوه ورځ پس بين المللی ټولنې ته خبردارے وركوی چې د سولې په لاره كښې دې د (( كوششونو احتمالی ماتې )) ته تياره واوسی. هم په دغه ورځ د دۀ امريكائی هم منصبه هيلری كلنټن هم د ملګرو ملتو د منشور د اوم فصل د څیړنې د لازموالی خبره كوی، د هغه فصل يا باب چې د ملګرو ملتو د سازمان د پريكړه ليكونو د اجرا كولو لپاره په پوځی اقدام باندې د ملا تړلو امكان رامينځته كوی. د سوریې اخوان المسلمين هم د دغه هيئت د فعاليتونو د ((بې فائدې نتائجو)) په هكله خپله اندیښنه څرګنده كړې ده. 997519