د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم څانګې په جرمنی كښې د ايران د كلتوری مركز د خبرنامې په نقل سره رپوټ وركړ: جرمن ليكوال وليكل: د دې فېصلې لهجه هغۀ ته هغه احكام راپه يادوی چې استخباراتو مشر اريش ميلكه د ختیځ جرمی د حكومت د مخالفانو لپاره صادر كړل.
د ذكر وړ ده چې ګراس په يو شعر كښې چې اوس اوس خپور شو، د قدس غاصب رژيم په ايران باندې د نابودوونكې حملې په تيارۍ باندې تورن كړ او د دغه رژيم جنګ غوښتونكې تګلاره یې د نړۍ د سولې لپاره يو ګواښ بللے دے.
صهيونېسټ رژيم د دې موضوع په غبرګون كښې د نوبل ادبی انعام لرونكے نيواكی زمكو ته د سفر له حق څخه بې برخې كړو او د دې غوښتونكی شوچې د نوبل اكېډيمې دې د ګونټر ګراس د وېنا په غبرګون كښې له هغۀ څخه انعام واپس واخلی.
998717