د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن سهار د اسلامی شورا د نهم پړاؤ د ټاكنو د دوهمې مرحلې د پيل په لومړيو شيبو كښې ګډون وكړ او د پارلمان د ټاكنو د دوهم پړاؤ اهميت یې بيان او زياته یې كړه ، څومره چې اسلامی شورا ته د تلونكو استازو رايی زياتی وی، هغومره یې د زړه توان، باور او ډاډ زيات وی او لا ښه كار كوی.
هغوئ ټاكنه يو مهم او اساسی كار وباله او زياته یې كړه خپله انتخاب هم يو مهم او اساسی كار دی.
، د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ۱۱۰ شميری سياری صندوق ته د خپلی رايی له اچولو وروسته، د حضرت امام خمينی (رح) په حسينيه كښې د اسلامی شورا د نهم پړاؤ د ټاكنو د دوهمې مرحلی د ترسره كونكو قدرونه وكړه.
د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكټر علی لاريجانی هم وويل په ټاكنوكښې د خلكو پراخ ګډون راتلونيكی پارلمان لا كارنده، پوهه او پياوړی كوی.
په دغه ټاكنوكښې د رايو په ۳۳ حوزو كښې د ۶۵ استازو برخليك چې دوهم پړاؤ ته یې ټاكنه غځيدلی معلومیږی.
999468