د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومی سېكتر سيد حسن نصرالله شخصيتی اړخونو او افكارو د څېړنې د غونډو د لړۍ وړومبۍ غونډه د اوری په ٢٧ نېټه له فلسطين څخه د دفاع د جمعيت نړيوالو او سياسی چارو مرستيال حسېن رويوران، د لبنان په پارلېمان كښې د حزب الله پخوانی استازی محمد برجاوی، د مېنځنی ختیځ د مسائلو كارپېژاندی او په لبنان او اردن كښې د ايران پخوانی سفير محمد ايرانی او د مېنځنی ختیځ د چارو كارپېژاندی او ډېپلومېټ محمد علی مهتدی په شتون سره جوړه شوه او سيد حسن نصرالله د شخصيت په مختلف اړخونه او د هغۀ افكار یې وڅېړل.
حسېن ريوران د دغې غونډې د مدير په توګه وويل: سيد حسن نصرالله ډګر ته د ننوتو له شروع څخه وكړې شول د يو دينی شخصيت په توګه په سياسی ډګر كښې فعال شتون ولری او د حزب الله او لبنان لپاره كاميابۍ په ډالۍ كښې راوړی چې ډېر د ستائېنې وړ دے او په نابرابره جنګ كښې د لبنان له جنوب څخه د دښمن په شا تګ د اسلامی مقاومت لپاره د دغه دينی سياسی عالم له نورو لاسته راوړنو څخه وې
هغۀ زياته كړه: د سيد حسن نصرالله د شخصيت ګڼ شمېر اړخونه د دغه پوه او هوښيار رهبر په باره كښې خبرې كول تر يو حده پورې سختوی. ځكه چې هغۀ د تدبير په قدرت او مقاوم فكر سره وكړې شو د لبنان او سيمې په حالاتو كښې زيات بدلونونه راوستل.
د لبنان په پارلېمان كښې د حزب الله پخوانی استازی محمد برجاوی د حسېن ريوران د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل:د سيد حسن نصرالله د شخصيت د څېړنې لپاره پكار دی وړومبے د هغۀ د ژوند چاپېريال او په دغه چاپېريال كښې د هغۀ د ودې او تكامل څه رنګوالی ته پاملرنه وكړو. نصرالله د خپلې زمانې له دينی عالم او فقيه شهيد محمد باقر صدر په شان لوړرتبه شخصيتونو څخه تاثير واخېست او د نجف اشرف په علميه حوزه كښې یې د لويو مفكرانو شاګردی اختيار كړه، بيا لبنان ته ستون شو او په سياسی او دينی ډګر كښې په يو قدرتمن رهبر باندې بدل شو.هغه يو ځانګړے شخصيت دے او داسې كم كسان پېدا كیږی چې هم په دينی او هم په سياسی ډګر كښې دومره كامياب وی.
د دغې غونډې يو بل ګډون كوونكی محمد ايرانی د حسېن ريوران د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل:د سيد حسن نصرالله په شان ستر شخصيت په باره كښې څه ويل يوه ډېره سخته چاره ده ځكه چې هم هغه ډول چې پوهیږو هغه د اسلامی امت لپاره يو افتخار او ټول ژوند یې د خداے پاك په لار كښې جهاد او قربانی ده، زما په خيال سيد حسن نصرالله د ايران د اسلامی انقلاب د ستر بانی حضرت امام خمينی (رح) او د لبنان د شيعه مسلمانانو تښتول شوی رهبر امام موسی صدر له مكتب څخه تاثير اخېستے دے. هغۀ د اسلامی امت د وحدت او يووالی لپاره زيات كوششونه وكړل او هڅه یې وكړه چې په لبنان او نورو اسلامی علاقو كښې د مسلمانانو د وحدت او يووالی لپاره لاره پېدا كړی او بالاخره یې د مقاومت فكر مطرح كړ چې له دې لارې ټولې ډلې خپل اختلافات يوې خوا ته كړی او په وحدت بخښونكی مقاوت لاس پورې كړی.
د غونډې يو بل ګډون كوونكی محمد علی مهتدی د ښاغلی رويوران د يوې پوښتنې په ځواب كښې وويل:د سيد حسن نصرالله د شخصيت په څېړنه كښې پكار دی له هر څه مخكښې ووايو چې هغه يو يو نادر او تاريخی شخصيت دے چې د روژې په مباركه مياشت كښې د اخلاقو يو معلم ، له دښمن د جنګ په مېدان كښې يو مقتدر رهبر او په سياسی ډګر كښې يو مقتدر سياستدان دے. هغۀ په يوه داسې سيمه كښې ځوانی تېره كړه چې زياتره وژل شوی كسان یې د كورنيو جنګونو له لاسه وو. زما په نظر د سيد حسن نصرالله تر ټولو مهم خصوصيت له وطن، معاشرې، ملت او كورنۍ سره د هغۀ خاصه وابستګی او مينه ده. او په دې هكله یې له شهيد سيد عباس موسوی نه تاثير اخېستے دے او حزب الله چې د سيد عباس موسوی په همت سره فعال شوے ؤ د سيد حسن نصرالله په راتلو سره تكامل ته ورسېد.مونږ هم نن د حزب الله په شان يو غورځنګ لپاره د شهيد سيد عباس موسوی او سيد حسن نصرالله په شان شخصيتونو خصوصياتو ته اړمن يو.
ښاغلی مهتدی زياته كړه د سيد حسن نصرالله د محبوبيت بل راز د خداےپه لاره كښې د هغۀ د مخلوق په خدمت كښې د هغۀ كلكه اراده او خلوص دے.
حزب الله يوازې يوه سياسی ډله نه ده بلكې يو ولسی حركت او غورځنګ دے چې له حزبی او ډله ايزو تصباتو او رنګ رنګ فضاګانو څخه لرے عمل كوی او دا ولسی غورځنګ د ملت له زړۀ نه راپاڅېدلے او د ملت لپاره حركت كوی.
سيد حسن نصرالله امام حسېن عليه السلام د ځان لپاره نمونه ګرځولے دے او هغه يو داسې ځانګړے رهبر دے چې د خداے په لار كښې یې خپل ځوان زوے قربانی كړ او داسې رهبران ډېر كم پېدا كیږی چې د خداے پاك په لاره كښې د خپل اولاد قربانی وركړی.
او دا هم ويلې شو چې د سيد حسن نصرالله دغه ټولې كاميابۍ چې ترلاسه كړی یې دی د امام خمينی (رح) له مكتب څخه پېروی او د ولايت فقيه په نظام باندې د هغۀ ثابت قدمی ده.
محمد علی مهتدی د يو سوال په ځواب كښې وويل: نابرابر جنګ يو لړ خاص حالات او شرائط لری يو معنوی عناصر او دی او بل مادی امكانات دی. د معنوی عناصرو په باره كښې به ووايو چې په نابرابر جنګ كښې د كامبابۍ راز له خپلې عقيدې او آئیډيالونو څخه دفاع ده او دا چاره له هغو جنګياليو سره فرق كوی چې په دې نۀ پوهیږی چې د څه مقصد او هدف لپاره د جنګ مېدان ته راغلی دی. چې له صهيونېسټانو سره په جنګ كښې د حزب الله، هدف، مقصد او عقيده مشخصه وه او د مادی مسائلو په باره كښې به عرض وكړم چې دښمن كه هر څومره مضبوط وی خو هغه ځينې كمزوری اړخونه هم لری چې د حزب الله قيادت او جنګياليو له اسرائيلو سره په جنګ كښې د دغه رژيم دغه كمزوری اړخونه درك كړی وو او په همدې وجه یې له هغو نه په استفادې سره نۀ يوازې له خپلې خاورې څخه دفاع وكړې شوه بلكې د صهيونېسټ رژيم په په قبضه كښې په صهيونېسټ مېشته سيمو باندې د ميزائيلو په ورولو سره جنګ د اسرائيلو خاورې ته دننه يوړۀ او هغه دښمن چې په دنيا كښې نه ماتې خوړونكے مشهور ؤ په شاتګ كولو او ماتې منلو باندې مجبور كړ. او بل څيز چې په دې جنګ كښې د حزب لله د كاميابۍ سبب وګرځېد د حزب الله د جنګياليو او ملت په خپلو كښې انسجام او منظم والے ؤ.
محمد ايرانی د اسرائيلو په مقابل كښې د حزب الله د كاميابۍ بله وجه له مېډيا څخه د سيد حسن نصرالله زياته استفاده وه چې د جنګ په دوران كښې به وخت په وخت وېناګانې كولې چې دغې چارې نۀ يوازې د خپلو ځواكونو په ډاډګيرنه كښې يو مهم رول ولوبوۀ بلكې د دښمن د حوصلو په كمزوری كولو كښې هم اغېزمنه وه. لكه په يوه وېنا كښې سيد حسن نصرالله د قران شريف په تعبير سره اسرائيل له بيت العنكبوت يعنې د جولاګی له جالې سره تشبيه كړ.
محمد برجاوی د حزب الله او سيد حسن نصرالله د كاميابۍ بل راز په خداے پاك باندې په توكل سره له قران شريف او د خداے د ګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو له مكتب سره تمسك وبالۀ. او د قران شريف دا مبارك ايت یې په مخكښې ونيوۀ چې «إِن تَنصُرُوا اللَّهَ یَنصُرْكُمْ»: يعنې كه تاسو د خداے پاك مرسته (يعنې د خداے د دين) مرسته وكړ نو هغه به ستاسو مرسته وكړی.
همدارنګ دسيد حسن نصرالله په مشرۍ د حزب الله د غورځنګ دكاميابۍ بل راز د وخت د ولی فقيه حضرت ايت الله العظمی امام خامنه ای په رهبريت باندې عقيده او په تعليماتو باندې یې ثابت قدمی ده.
د غونډې په اخېر كښې ګډون كوونكی دې نتيجې ته ورسېدل چې د سيد حسن نصرالله د محبوبيت مهم او څرګند دليل د مقاومت له كلتور سره په تمسك سره د سنی او شيعه مسلمانانو ترمېنځ د وحدت او يووالی لپاره د هغوی كوششونه او عملی ګامونه دی. همدا وجه ده چې امريكې د يو نوی مېنځنی ختیځ د طرحې په وړاندې كولو سره په سيمه او په تېره بيا په لبنان كښې د شيعه سنی اتحاد په خپلو دسيسو سره هدف وګرځوۀ.
986055