IQNA

حزب الله د قران شريف بيا سوزول قصداً او پلان شوې چاره وبلله

22:09 - May 04, 2012
د خبر لمبر: 2318049
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د غوئی د مياشتې په دولسمه نېټه ديوې بيانیې په صادرولو سره د امريكائی پادری تری جونز په لاسو د قران شريف د يو ځل بيا سوزولو اقدام په سختۍ سره وغانده او تاكيد یې وكړ چې د ګستاخ پادری دغه اقدام پلان شوے او قصداً ؤ
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د المنار چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: حزب الله په دغه بيانيه كښې تاكيد وكړ: دغه له غم نه ډك جنايت یې له اسلام او قران سره د امريكې د ژورې او ریښه لرونكې دښمنۍ نښه وبلله.
حزب الله همدارنګ پخلے وكړ : د جونز په لاسو د قران شريف د سوزولو وړومبنے اقدام كېدې شی د بې پروائۍ يو اقدام ګڼلے شوے وې خو دغه اقدام تكرار د دغه اقدام په وړاندې د امريكائی مسئولانو او نړۍ خاموشی او همدارنګ له دې مخكښې په افغانستان كښې د امريكې په هوائی اډه كښې د قران شريف د نسخو په سوزولو سره دا خبره په ډاګه كیږی چې داسې حركتونه د يو كس لخوا انفرادی اقدام نۀ شو ګڼلې بلكې دا د دا ډول اقدامات پوره په پلاننګ سره ترسره كیږی.
حزب الله د بيانیې په اخېر كښې د داسې حركتونو په خلاف چې د ملتونوترمېنځ د تفرقې تخم شيندی او د تمدنونو او دينونو ترمېنځ د روغې جوړې او د ګډ سوله ايز ژوند كولو په ځاے د هغو ترمېنځ د جنګ جګړو سبب كیږی د اعتراض په ضرورت باندې پخلےوكړ.
998200
captcha