د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د كريمه د مسلمانانو د چارو د غور د دينی ادارې د اطلاع رسونې كمېټۍ د غوئی د روانې مياشتې په يولسمه نېټه په دې باره اعلان وكړ: دغه سيالۍ د غوئی د روانې مياشتې له ابتداء څخه د كريمه د سركاری او دينی مدرسو د زده كوونكو په ګډون او د نوموړې ادارې په همت او نوښت سره شروع شوې او وروستۍ مرحله یې د سيمفروپل ښار د علمی، موسيقۍ او ډرامو په هال كښې وشوه.
د دغې سيالۍ د وروستۍ مرحلې په اختتاميه مراسمو كښې د كريمه د مسلمانانو په چارو باندې د غور د دينی ادارې مشر او مفتی اعظم امير علی آبلاييف په خپله وېنا كښې وويل: دغه سيالۍ د ادارې د خصوصی پروګرام مطابق او اسلامی او قرانی علومو سره د ماشومانو او هلكانو د دلچسپۍ د زياتولو او په معاشره كښې د دينی او معنوی ارزښتونو د احيا او ارتقا لپاره جوړې شوې
د دغو مراسمو په اخېر كښې د پروګرام اجرا كوونكو كاميابو او غوره كړې شويو كسانو ته انعامونه او تحفې وركړې
998827