IQNA

په قران سوزونې باندې په احتجاجی توګه له امريكې څخه د اسلامی هېوادونو د سفيرانو رابلل

22:09 - May 04, 2012
د خبر لمبر: 2318052
نړيواله ډله: د سعودی عرب لوړ رتبه شيعه عالم او مفكر علامه حسن النمر د غوئی د مياشتې په دولسمه نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره له اسلامی هېوادونو څخه وغوښتل چې د امريكائی پادری جونز لخوا د قران شريف د بيا سوزونې په اعتراض كښې په امريكا كښې خپل سفيران واپس راوغواړی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د راصد خبری چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ:د سعودی عرب لوړ رتبه شيعه عالم علامه حسن النمر د امريكائی پادری په لاسو يو ځل بيا د قران شريف د سوزولو اقدام په سختۍ سره وغاندۀ او دا یې د اسلام او مسلمانانو په خلاف يو غلط او دښمنانه اقدام وبالۀ.
هغۀ وويل: دامريكې چارواكی هم د دې اقدام ذمه وار دی ځكه چې د دې ناځوانمردانه اقدام په وړاندې یې خاموشی او نرمی اختيار كړې ده.
هغۀ زياته كړه كه له دغه ګستاخ پادری سره د نړيوالو قوانينو مطابق د دينونو د توهين په جرم كښې سلوك و نۀ شو نو زيات احتمال شته چې د قران شريف د سوزولو دا قدام به بيا بيا تكرار كړی.
حسن النمر له امريكائی چارواكو څخه وغوښتل چې په قران سوزونې باندې دې د لفظی غندنې نه اوچت اقدام وكړی او له دې جنايت سره چې په نړۍ كښې یې د يو نيم ميليارډ مسلمانانو او د عقل د خاوندانو احساساتو مجروح كړی دی پرېكنده سلوك وكړی.
هغۀ داسلامی هېوادونو له حكومتونو څخه وغوښتل چې د تری جونزد دې اقدام په مقابل كښې دې ټينګ اوردیږی او په ډاګه او واضحه توګه دې ددغه امريكائی پادری اقدام وغندی
998748
captcha