IQNA

په نايجريه كې د اسلامی كتابونو نندارتون تر سره كیږی

22:56 - May 04, 2012
د خبر لمبر: 2318065
نړيواله ډله: د اسلامی كتابونو نندارتون په مسلمانانو كې د مطالعی د كلتور د پراختيا په هدف، د نايجريه په پلازمينیې ابوجا كې به څلور ورځی دوام ومومی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Nigerian Observer News»، یې نقلوی چې دا نندارتون د « اسلام: هغه دين چې سم نه دی پيژندلی شوی» په عنوان سره د راتلونكی خالی ورځې د د مئی له پينځمې نیټی تر اتمې نیټی د سه شنبه ورځې پورې تر سره كیږی.
په دې نندارتون كې د 85 زره اسلامی كتابونه د ټولی نړۍ خپرونكو لخوا وړاندې كولی شی چې پكښې 65 زره كتابونه د قران پاك د تفسير ، د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د حديثونو او د اسلامی فقه په باره كی دی.
د دې نندارتون لومړۍ مرحله تير كال 2011 ميلادی كال كې په ابوجا كې تر سره شوی وه.
998843

captcha