IQNA

په تهران کښې د ((اسلام او معاشره)) په موضوع سره وړومبنے نړيوال کانفرنس جوړيږي

23:34 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318854
نړيواله ډله: د ايران او ملېشيا په ملګرتيا سره د ((اسلام او معاشره)) په موضوع سره وړومبنے دوه کلنے نړيوال کانفرنس د روان هجري نمريز کال د لېندۍ دمياشتې په په ٢٥ او ٢٦ نېټه په تهران کښې جوړيږي.
د «imisc» اطلاع رسونې د سايټ په نقل سره د ايران د قراني خبري اېجنسۍ (اېکنا) د رپوټ له مخې دغه نړيواله غونډه به د ايران د سائېنس او ټېکنالوجۍ د تحقيقاتو او د ثقافتي او اجتماعي مطالعاتو دڅېړنځي او د ملېشيا د ملي پوهنتون (UKM) په ملګرتيا سره جوړيږي.
دغه نړيواله غونډه په پنځلسو اصلي عنوانو او محورونو سره جوړيږي چې اسلام او بشري حقوق، په اسلام کښې د اقليتونو حقوق، په اسلام کښې اجتماعي عدالت، په اسلام کښې انصاف، په اسلام کښې د ښځو حقوق، په اسلام کښې د سولې مفهوم او په اسلام کښې د ازادۍ مفهوم په شان موضوعات له هغو څخه دي.
اسلام او ډيموکريسي، اسلام او اقتصاد، اسلامي تهذيب او تمدن، اسلام او مديريت ، په سائېنس او ټېکنالوجۍ کښې د مسلمانانو کردار، د دنيا په ترقۍ کښې د مسلمانو ښځو کردار، د اسلامي معاشرو په ترقۍ او وده کښې د انساني علومو کردار اود اسلامي معاشرو په ترقۍ کښې د ډله ايزو رسنيو (مېډيا) کردار به د دغې نړيوالې غونډې له نورو محورونو څخه وي.
د ((اسلام او معاشره)) نړيوال کانفرسن د تنظيمولو د کمېټۍ مشري د ايران د سائېنس او ټېکنالوجۍ د وزير ثفافتي او اجتماعي مرستيال ډاکټر خواجه سروي او د ملېشيا د ملي پوهنتون د مشر د مرستيال پروفېسر ټان سري داتو ويرا په غاړه لري.
998776
captcha