IQNA

د عراق په ناصريه كې "څوارلس معصومين(ع) " نومې قرانی مقابلو پای ته ورسيدی

23:38 - May 05, 2012
د خبر لمبر: 2318858
نړيواله ډله: د مئی په دريمې نیټی د ناصريه ښارد قران مركز په كوششونو سره او د "ذی قار" پوهنتون د ادب ادارې د قرانی علومو څانګې په همكارۍ سره تر سره شوی د "څوارلس معصومين(ع) " نومې قرانی مقابلی وړمه ورځ پای ته ورسيدی.
د ناصريه د قرانی سنټر مشر ښاغلی رعد عدنان د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) سره په خصوصی مركې كی وويل چې د دې مقابلو په ورستی مراسمو كې د "ذی قار" پوهنتون مشر مرستيال، د همدې پوهنتون د ادب ادارې مشر د قرانی علومو څانګې مشر د پوهنتون استاذان او آيت اللہ محمد باقر الناصری ګډون وكړ.
هغه زياته كړه چې د دې مقابلو د روستيو مراسمو پيل د قران پاك تلاوت سره وشو د تلاوت نه پس د دار القران مشر په خپل خطاب كې د دار القران او د ذی قار پوهنتون د ادب ادارې د قرانی علومو د همكارۍ په ستايلو سره وويل چې دا مقابلی په پوهنتون كې د قرانی فعاليتونو پيل دی.
999639
captcha