د المنار خبری چينل د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په اردن كښې ١١١ مدنی تنظيمونو او عمومی شخصيتونو په يو ليك كښې د ملګرو ملتو د سازمان له عمومی منشی بان كی مون نه وغوښتل چې د سياسی قيديانو د آزادولو او د بحرينی حقوقی فعال عبدالهادی الخواجه د ژوند د ژغورلو لپاره دې كوشش وكړی كوم چې نن سبا په ډير بد جسمانی حالت كښې دے.
دغې ډلې همداراز د بحرين د نورو نيول شويو انقلابيانو او سياسی فعالانو په آزاديدو باندې هم ټينګار وكړ كوم چې د سوله ايزو اعتراضونو د كولو په وجه په جيلونو كښې پراته دی.
دغو سازمانونو همداراز د آل خليفه له چارواكو څخه د بحرين د ولس د جائزو مطالبو او غوښتنو د پوره كولو غوښتنه وكړه او له نړيوالو سازمانونو چې په سر كښې ئې د ملګرو ملتو سازمان دے هم وغوښتل چې د بحرين د حالت او په دغه هيواد كښې د بشری حقوقو د نقضيدنې او ځپنې په وړاندې دې په خپلو مسئوليتونو باندې عمل وكړی. 1000034