IQNA

د پاكستان په بهاول پور ښار كې د قران پاك د تعليم دوره روانه ده

16:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319048
د قرانی كارونو ډله: د پاكستان په بهاول پور ښار په سالان سيمه كې د قران پاك د تعلمی كورس او دوره پيل شوی ده.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجۃ الاسلام عابد حسين حسينی چې د پاكستان ستر او مشهور دينی عالم دی هغه دې دورې په هكله وويل چې د قران د تعليمی كورس پيل د اپريل له درې ويشتمی نیټی شوې ؤ او دا به د جون د مياشتی شلمی نیټی پورې جاری وی په دې كورس كې نوی (90) كسانو برخه اخستی ده.
هغه وويل چې د قران تعليمی كورس كې درې كلاسونه ښودلی شی يو سهار او دوه ماسپښين تر سره كیږی.
حجۃ الاسلام عابد حسين حسينی وويل چې په بهاول پور كې ډير جوماتونه دی، چې پكښې په زيات شمير سره شيعه ګان په لمونځ كې ګډؤن كوی.خو په دې جوماتونو كې د پيش امامانو او د قران استاذانو كميدا له امله زه په ټولو ځايونو كې د قران دورې تر سره كوم او د قران تعليم وركوم.
1000178
captcha