IQNA

د عربو انسانی حقوقو ادارې د مقبوضه بيت المقدس د كړكيچ د حل كولو غوښتنه وكړه

21:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319052
نړيواله ډله: د عربو انسانی حقوقو ادارې له نړيوالې ټولنې غوښتی دی چې په مقبوضه بيت المقدس كې د كورونو د ورانولو او د تاوتريخجنو حالاتو د كنټرولولو لپاره دې زر تر زره اقدام وكړی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Palestine Info» یې نقلوی چې دې ادارې له عربو اتحادیې او همدارنګ له اسلامی ملګرتياو تنظيم غوښتی دی چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا سره د قدس د تازه كړكيچ د ختمولو او د نړيوال امنيت لپاره، د خطرې سبب ګرځيدونكی د اسراييلو د ظلمونو او زياتيو د مخنيوی لپاره سلا وكړی.
د ويلو ده چې دې ادارې له عربو او اسلامی هيوادونو غوښتی دی چې د فلسطينی ولس د حمايت لپاره خصوصی فنډونه جوړ كړی.

1000398
captcha