IQNA

عيسی قاسم: ال خليفه حكومت، تيرې او ظلم سره د بحرين انقلاب لاره نشی نيولی

16:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319053
نړيواله ډله: د تيرې جمعی په جمعی خطبو كې د منامې ښار د جمعی امام په خپلو خطبو كې وويل چې ال خليفه حكومت د تيرې او زور په زياتيدا دی خو حكومت، تيرې او ظلم سره د بحرين انقلاب لاره نشی نيولی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له لبنان ورځ پاڼی الانتقاد یې نقلوی چې د منامې د الدراز سيمې د امام صادق عليه السلام جومات د جمعی امام ښاغلی آيت اللہ عيسی قاسم په جمعی خطبو كې وويل چې د ال خليفه د تيرې او ظلم زياتيدا او په ظاهره د قانونی اصلاحاتو شعار خلكو پورې د خنديدلو په شان دی خو د بحرين ملت به د خپلو سالمو مظاهرو او اعتراضونو په تر سره كولو سره د خپلو حقوقو د تر لاسه كولو، هڅه كوی.
هغه زياته كړه چې نن د دې واكمن د ظلم نظام جوړ كړی دی او د سياسی ګوندونو او د لوړو شخصيتونو لخوا د خبرو اترو لپاره د بلنې باوجود خپل ظلمونو ته دوام وركوی.
هغه وويل چې نن د بحرين انقلاب يو كال او دوه مياشتی پوره كیږی داسی انقلاب د دې ځپلو لپاره حكومت هر ډول ظلمونو څخه ډډه نه ده كړی، او دا انقلاب ژوندی دی او خپلو حقوقو د تر لاسه كولو پورې به دوام ومومی.
1000135
captcha