IQNA

16:33 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319054

د لندن په پوهنتون كې د "تفسير سورہ لقمان" ناسته تر سره كیږی

نړيواله ډله: د لندن د اسلامی پرمختګ او تحقيق موسسې لخوا د سږكال د جون د مياشتې په نهمې نیټی د لندن د پوهنتون په كويين مرې كالج كې د "تفسير سورہ لقمان" ناستې انتظام كړی دی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری نیټ ورك "IIDR" یې نقلو ی چې دا يوه ورځنۍ ناسته سهار نهه بجې تر ماښام اووه بجو پورې تر سره كیږی او په د ې كې د سوره لقمان د تفسير مختلف اړخونه څیړلی شی.
د حضرت لقمان عليه السلام د خپل زوی ته د خدای د يووالې او وحدت په اړه نصيحتونه، د مور او پلار احترام، د الله د تقرب د تر لاسه كولو لپاره د نيكو كارونو تر سره كول، له كبر او غرور چې د ټولو ګناهونو سرچينه ده، ځان ساتل، د تكبر او كبر څخه د ژغورنی لاره هغه موضوعات دې چې په دې ناستې كې څیړلی شی.
1000134

captcha