IQNA

16:33 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319676

ايت الله خامنه ای: بايد په ايران كې د كتاب د لوستلو فضا پراخه او ژوره شی

سياسی او ټولنيزه ډله: د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د تهران د كتاب د پنځه ويشتم نړيوال نندارتون د بيلا بيلوبرخوله ليدو وروسته د ناشرانو په ټول كې له دغه نندارتونه د خلكو ډيرښه هركلی ته په اشارې سره روښانه كړه بايد په دې ډول پلانونه وشی چې په ايران كې د كتاب لوستلو فضا لا پراخه اوژوره شی.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ايت الله العظمی سيد علی خامنه ای وفرمايل، بايد په يوې دقيقې او ژورې پلانونې او د مرحله ای موخو په ټاكلو سره هر كال د كتاب د نندارتون د ترسره كولو په وخت او د ليدونكو په زياتيدا سره د ايران د كتاب لوستلو په فضا كې هم اوڅاره پرمختګ وشی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د باصلاحيته او كار پوهو كسانو په وسيله د كتاب د نندارتون د هركال محتوائی ارزونې په ضرورت په ټينګار سره زياته كړه، دغه ارزونې به وښئ چې آيا د كتاب د هر كال نندارتون د محتوا له نظره د تيرې مرحلې او نندارتون په نسبت څومره وده او بدلون د رلودلی دی.
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای هم دا راز په دې خبرې په ټينګار سره چې د ژباړې موضوع يو اړخيزسړك نه دی وفرمايل، حكومت بايد داسې زمينه برابره كړی څو په ايران كې د دينی، تاريخی، ادبياتو اوعلومو پشمول د كتاب ښه توليداتو او محصولات په بيلابيلو ژبو وژباړل او نړيوالو نندارې ته وړاندې شی.
1001277

captcha