IQNA

د يوكرائن په پائېتخت كښې د تصوف نړيوال سيمينار وشو

21:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319747
د فكر او علم ډله: ((تصوف: نظريات، طريقې، موسسې، دود او ماډرنزم)) په عنوان سره د تصوف نړيوال سيمينار د غوئی د مياشتې په يولسمه نېټه د يوكرائن په پائېتخت ((كيف)) ښار كښې وشو.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې((تصوف: نظريات، طريقې، موسسې، دود او ماډرنزم)) په عنوان سره د تصوف نړيوال سيمينار د غوئی د مياشتې په يولسمه نېټه د يوكرائن په پائېتخت ((كيف)) ښار كښې د يوكرائن د ملی علومو د فرهنګستان د فلسفې په موسسه كښې وشو.
نوموړے سيمينار د يوكرائن، د روسیې د فیډرېشن، آذربائيجان جمهوريت، امريكې، تاتارستان او داغستان جمهوريتونو د تصوف د علومو د عالمانو، محققانو او كارپېژاندو او د تصوف يو شمېر مينه والو په شتون او د يوكرائن د ملی علومو د فرهنګستان د فلسفې د موسسې، د معلم د تربيت د ملی پوهنتون د مذاهبو د تحقيقاتو د مركز (م.پ. دراګومان آوا) او د دغه هېواد د دين پېژاندو ځوانانو د اتحادیې د اسلام پېژندنې د علمی تحقيقاتو د مركز په همت او ملګرتيا سره جوړ شو.
د دغه رپوټ له مخې ((د تاتار د معروفو صوفيانو او محمد ذاكر الچستاوی ميراث)) (چې له ١٨٠٤ نه تر ١٨٩٣ پورې یې ژوند كوۀ) ، ((مراد الله بهادرشاه القازانی)) (چې له ١٨٥٥ نه تر ١٩٣٤پورې یې ژوند كوۀ)، ((د تصوف پراختيا او د نولسمې ميلادی پېړۍ په وروستيو كښې د روسیې د امپراطورۍ په قلمرو كښې د طريقت د خاوندانو پېروكار او په عربی اثارو كښې د هغو انعكاس))، ((په داغستان كښې د تصوف سياسی ګروهنه)) او ((په لويدیځ كښې په صوفی ټولنو كښې د دينی اقتدار مشكل)) د ((تصوف: نظريات، طريقې، موسسې، دود او ماډرنزم)) په عنوان سره د علمی نړيوال سيمينار له اصلی محورونو او موضوعاتو څخه وو.
1000481
captcha