IQNA

د سينا د صحرا په حقله د صهيونېسټانو پروپېګېنډې

21:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319750
نړيواله ډله: په مصر كښې د اسلام پالو ډلو په تېره بيا د اخوان المسلمين د كاميابۍ د احتمال زياتېدو ته په پام سره د صهيونېسټ رژيم چارواكو د سينا د صحرا د تسخيرولو لپاره د كوشش احتمال ته په اشارې سهر د مصر په خلاف د رسانه ای (مېډيا) په فضا جوړونې باندې لاس پورې كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې په مصر كښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د جوړېدو د وخت له نزدې كېدو سره په يو وخت صهيونېسټو خبری سرچينو د ګوزار وركوونكو يونټونو او ذخيره ځواكونو د زياتولو لپاره د اسرائيلو د فوځ له غوښتنې څخه خبر وركړ.
دا خبر له دې وروسته خپور شو چې مصر اسرائيلو ته د خپل ګېس د صادرولو معاهده لغوه كړه، هغه اقدام چې د صهيونېسټو چارواكو د قهر او غصې سبب شو. داسې ښكاری چې همدې موضوع ته په پام سره وو چې د اسرائيلو د وفوځ د ګډې درسيتيز والۍ پخوانی مشر دان هارل په سينا صحرا باندې د مصر د كمزوری كنټرول مدعی شو. په همدې حال كښې پكار دی دا ټكے هېر نۀ كړو چې صهيونېسټان قصداً په ورته حالاتو ښكې د ګاونډيانو په خلاف د فوځی حملې يا د كورنيو وارمخكښې انتخاباتو په پروپېګېنډو باندې لاس پورې كوی.
له دې دریځ نيونې سره په يو وخت د اسرائيلو د ملی امنيت د شورا پخوانی مشر اوزی دايان هم له تل ابيب څخه وغوښتل چې د مصر په خلاف دې فوځی اقدام په مخكښې ونيسی چې له دې طريقې سره دوباره د سينا د صحرا كنټرول په لاس كښې واخېستی شی.
د سينا په صحرا باندې د حملې لپاره د ځينو صهيونېسټو چارواكو غوښتنه په داسې حال كښې مطرح كیږی چې اسرائيلی ځواكونه له مصر سره د ١٩٧٩ كال د سولې د معاهدې له مخې دغې صحرا ته د داخلېدو اجازه نۀ لری.
داسې ښكاری چې د دا ډول فضا جوړونو ته په پام سره وو چې دمصر د فوځی شورا مشر جنرل طنطاوی اعلان وكړ: ((هر څوك چې دمصر پولې ته نزدې شی پښې به یې ماتې كړو.))
1000249
captcha