IQNA

په چواشستان جمهوريت كښې د اسلامی كلتور د اصولو سيالی وشوه

21:32 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319751
د فكر او علم ډله: د اسلامی كلتور د اصولو سيالی د غوئی د مياشتې په ١٤ نېټه د چواشستان جمهوريت د بېټريوسك سيمه كښې وشوه.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د يورپ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د مسلمانانو په چارو باندې د غور دينی ادارې په دې اړه اعلان وكړ: دغه اسلامی مقابله او سيالی د مسلمانانو په چارو باندې د غور دينی ادارې او ښوونې او روزنې (تعليم) د وزارت د همكارۍ تفاهم ليك له په بنياد ((ددينی كلتور د اصولو)) د زدكړې د دورې په چوكاټ كښې د متوسط عمر له زده كوونكو څخه د ٧٥ تنو په شتون سره وشوې.
د دغه رپوټ له مخې د داورانو د كمېټۍ د جاجونې له مخې د زده كوونكو په ډله كښې انصاف شراف الدين اف، روفينيا كيميت آوا، مارسيل حافظ اف، زيليا خامبيك آوا، ليسان غين الدين آوا، دينار شېخ علی اف او قاليه شراف الدين آوا د دغو سياليو د كاميابو كسانو په توګه معرفی شول.
د پروګرام په اخېر كښې كاميابو كسانو ته انعامونه او ډالۍ وركړې شوې.
1000480
captcha