IQNA

په لندن كښې ((حجاب ولې؟)) غونډه جوړیږی

21:34 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319753
نړيواله ډله: ((حجاب ولې؟)) تر عنوان لاندې يو نړيواله غونډه د لندن د اهلبېت (ع) ټولنې په همت سره د غوئی د روانې مياشتې په دېرشمه نېټه د دغه مركز په ځاے كښې جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «AIMIslam» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د قم د علميه حوزې فارغ التحصيل او د ناټينګهام ښار د جَمعې امام حجت الاسلام مېرزا عباس به په دغه غونډه كښې په اوسنۍ زمانه كښې د مسلمانو ښځو په مخكښې د حجاب اهميت او مشكلاتو په اړه وېنا وكړی.
دغه غونډه چې د ځای وخت مطابق به له د ماښام له ٧ بجو نه تر ٩ بجو پورې به كیږی د سوال او ځواب د يوې ناستې په جوړولو سره خپل كار پاې ته ورسوی.
د لندن اهلبېت (ع) ټولنه به د غبرګولی د مياشتې په څوارلسمه نېټه د اسلامی انقلاب د بانی حضرت امام خمېنی (رح) د رحلت د كليزې په مناسبت سره هم په لندن كښې ((د ولايت د كردار په باره كښې غور)) تر عنوان لاندې يو سيمينار جوړ كړی.
د برطانیې د اسلامی مركز مشرحجت الاسلام والمسلمين عبدالحسېن معزی، د لندن د اسلامی كالج پخوانے پرنسپل حجت الاسلام والمسلمين سعيد بهمن پور، لندن د انګليكن كليسا پادری فرانك جوليان ګلی او حجت الاسلام شېخ حمزه سوداګر به په دغه سيمينار ښكې وېناګانې وكړی.
1000196
captcha