حجتالاسلام والمسلمين كاظم صديقی، د تهران د جمعې موقت امام د ا يران د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: د قران سوزول يو ظالمانه عادت دے او يو كس هاله دا كار كوی چې په خپل د څيرونكی ځناور په شان شی ځكه چې تر څو يو كس داسې د ځناورو خوی ونه لری نو داسې كار نه كوی.
دوی په دوام كښې دغه حركت د قرآن په وړاندې د امريكې د ناتوانۍ له امله وباله او زياته ئې كړه: دغه كار د هغه كس ناكامه هڅه ده چې د ناتوانۍ او كمزورۍ په اوج كښې راغلے وی او اوس چې امريكا د اسلام په وړاندې د ماتې سره مخامخه شوې ده نو دغه ډول كارونه پلانوی خو په حقيقت كښې دا يوشمير رسنۍ دی چې دښمنان ئې په خپله جوړوی او د دنيا په سل هاؤ ميليون كسان د دغه شان احمقانه دښمنيو په وجه د وړومبی ځل لپاره د قرآن سره آشنا كیږی.
حجتالاسلام صديقی د يوې پوښتنې په ځواب كښې چې وپوښتل شول د داسې كارونو په وړاندې د مسلمانانو څه ذمه ده وفرمايل: يوازې اتحاد او يووالی سره د مونږ د خپلو دښمنانو مقابله كولې شو ځكه چې دښمنانو د مسلمانانو له اتحاده ډېر ويریږی.
1000513