IQNA

قران كريم يوازې يو علمی كتاب نه دی

23:01 - May 06, 2012
د خبر لمبر: 2319787
نړيواله ډله: قران كريم د علم يو لوی درياب دی خو د دې مطلب ده نه دے چې هغه يوازې يو علمی كتاب دی ځكه چې په داسې حال كښې په يو ساده علمی بيلګې سره چې د قران علمی اشارو سره مغايرت ولری د ډېرو خلكو نظرونه د قران علمی معجزې په هكله بدلولې شو.
حيدر المصطفی هجر، د عراق يو استاد او قرانی څیړونكې او د عراق په جنوب كښې د ذی قار د پوهنځای د ادبياتو د برخی د قرانی علمونو د ډلې مدير د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: قران كريم د علم لوی درياب دی او تر اوسه پورې چې انسانو له هغې څه په لاس راوړی دی هغاه يوازې له دريابه يو څاڅكې دی او بې له خدايه او اهلبيتو(عليهم السلام) بل څوك د هغې كامل حقيقت ته ځان نه شی رسولې.
هغه زياته كړه: قران كريم د ټولو علمونو چابی ده چې انسانانو ته وركړې شوی ده. خو له بده مرغه مسلمانانو هغې ته دومره بې پامی كړې ه چې اوس له لويدیځه د علمی كشفياتو په تمه دی او بيا هغه له قرانه ثابته وی.
1001100
captcha