د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز «Milli Gazette»، یې نقلوی چې دعلی ګړهـ د قرانی علومو مركز د هندوستان د محصلانو، پوهانو او محققينو ته د جون دمياشتی پای پورې د قران پاك په اړه د خپلې مقالی د لیږلو بلنه وركړی ده.
د ويلو ده چې په دې مقابلو كې دوه بيل بيل موضوعات ټاكلی شوی دی چې پكښی يو د «قران شريف د ټولو لپاره» موضوع غير مسلمانانو لپاره مشخص شوی دی او د بل عنوان «ايا يوازې د قران پاك تلاوت بس دی؟» چې دا موضوع يوازې محصلانو سره خاص دی.
د يادونې ده چې دا مقابلی په څلورو مختلفو ژبو ؛ اردو ، عربی ، انګريز او هندی كې تر سره كیږی، او مقالې ليكوالانو لپاره دا خبره لازمی ده چې په دې مقالی یې له كومو سرچينو استفاده كړی وی د هغو نومونه او پوره درك بيان كړی.
1001322