IQNA

په عمل كښې خپلواكی او ولسی توب، د تاريخ په اوږدو كښې د علميه حوزو ځانګړتيا

12:35 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320287
د علم او پوهې ډله: د جامعه المصطفی (ص) العالميه رئيس خپلواكی، د عمل آزادی، د حكومتونو په وړاندې باتورانه دریځنيونه، د ضعيفانو او مستضعفانو سره همنشينی، د غورځنګونو ملاتړ او د قابلو مشرانو روزنه د تاريخ په اوږدو كښې د علميه حوزو له ځانګړتياؤ څخه وبلل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د آيت الله شيخ حسن طراد د څه باندې نيمې پیړۍ د علمی كوشش او زحمت د درناوی او قدرونې په موخه په جامعه المصطفی العالميه پورې د پيئلو حوزوی مدرسو له خوا يو لړ مراسم د لبنان د فرهنګی، حوزوی او سياسی شخصيتونو په شتون سره يولړ مراسم ترسره شول.
په دغو مراسمو كښې چې د حزب الله او د (امل) غورځنګ د يوشمير نمائندګانو په شتون سره په بيروت كښې ترسره شول، د جامعه المصطفی رئيس آيت الله حسين اعرافی د لبنان او نجف په علميه حوزو كښې د شيخ طراد د علمی او تربيتی هڅو د قدرونې په ترڅ كښې د اسلام په فقهی نظام كښې د علميه حوزې د ځانګړتياؤ په بيانولو لاس پورې كړ او وئې وئيل: كه څه هم د تاريخ په اوږدو كښې حوزې مختلف مركزيتونه تجربه كړی دی خو تل ئې خپل واحد هويت ساتلے دے.
اعرافی د حوزې ولسی توب او د مستضعفو او متوسطو پرګنو سره د حوزې همنشينی د علميه حوزو يوه بله ځانګړتيا وبلله او وئې وئيل: د همدغو ځانګړتياو په اساس علميه حوزې د تاريخ په اوږدو كښې په اسلامی ټولنه كښې د آزادی غوښتونكو او اصلاحی غورځنګونو او خوزښتونو بيرغوالې او ملاتړې وې او دی، علميه حوزې همداراز د سترو پوهانو او د قابلو مشرانو او رهبرانو د روزنې سرچينې دی او د امام خمينی (رح) او د آيت الله العظمی خامنه ای په شان مشران ئې نړۍ ته ډالۍ كړل. 1000026

captcha