د albawwaba د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عراق ولايتی شوری اعلان وكړ چې په فلوریډا كښې ئې د قرآن د نسخې د يوځل بيا سوزولو په اعتراض كښې له دغه ولايت څخه د امريكې د كنسول د ويستلو لپاره د مختلفو ډلو رسمی او زبانی پيغامونه ترلاسه كړی دی.
د ميسان د ولايتی شوری غړی ميثم الفرطوسی وړمه ورځ ووئيل: ټول ګوندونه په تيره بيا په دغه ولايت كښې دينی ګوندونه د قرآن د سوزولو په غندنه كښې د يوې بيانیې د صادرولو غوښتونكی شوی دی.
الفرطوسی همداراز څرګنده كړه: هغه اقدام چې امريكې د عراق او د يوشمير نورو اسلامی هيوادونو د نيواك په وخت كښې ترسره نه كړې شو، نن ئې د قرآن د حرمت د سپكاوی لپاره د ټيری جونز په آزاد پریښودو سره ترسره كړ او د اسلام سره د دښمنۍ دغه حركت د ټولو مسلمانانو سپكاوې وو. 1000943