د عراق د «بلاد نيوز» خبری آژانس له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د عربستان د احساء او قطيف سيمو او همداشان د بحرين شيعه مسلمانان د ام البنين (س) د وفات د كليزې په مناسبت مدينې منورې ته تللی وو او سعودی ځواكونو په ناآشنا حركتونو او د آئمه ؤ (ع) په قبرونو باندې په ګرځيدواو دغو پاكو قبرونو ته د لتو په وركولو سره د شيعه مسلمانانو د مقدساتو په نسبت د خپلې كركې ژورتيا وښودله.
د عربستان د پوليسو دغه دينی ضد حركت نه وروسته د مدينې منورې فضا لانجمنه وه او همداشان د بقيع د مقبرې زيارت كونكی د جمعې په ورځ هم د دغې سپیڅلې اديرې د زيارت كولو په وخت د عربستان د پوليسو د سپكو خبرو سره مخامخ شول.
د بقيع قبرستان زيارت كونكی په دې وجه چې د سعودی عربستان پوليسی ځواكونه د زيارت له وخت نه مخكښې دغې اديرې ته ننوتی وو او د نبوت د كورنۍ په قبرونو باندې ئې پښې ایښې وې د آل سعود د پوليسو سره په لفظی نښته بوخت شول.
د نړۍ شيعه مسلمانان له كلونو راهيسې د بقيع اديرې د قبرونو د زيارت لپاره د زياتو محدوديتونو سره مخامخ دی او تيركال هم په مدينه كښې ورته پیښې رامينځته شوې وې.
په بقيع اديره كښې د امام حسن بن علی(ع)، امام زين العابدين (ع)، امام محمدباقر (ع)، او د امام جعفرصادق (ع) په شان د معصومو امامانو او هم د پيغمبراكرم حضرت محمدمصطفی (ص) د تقريبا لسو زرو صحابه كرامو قبرونه موجود دی چې مسلمانان تل د دغو قبرونو د زيارت كولو مينه وال دی. 1001077