د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان رئيس محمدباقرخرمشاد د قم د اسلامی علومو د كمپيوټری تحقيقاتو له مركز څخه په كتنه كښې د دغه مركز له فعاليتونو سره له نژدې څخه آشنا شو.
د دغه مركز رئيس حجت الاسلام شهرياری په دغه كتنه كښې د دغه تحقيقاتی مركز د فعاليتونو د يو رپورټ د وړاندې كولو په ترڅ كښې، د څه باندې ٤٠٠ سافټ وئيرونو توليد او هم په ټوله نړۍ كښې د دينی او مذهبی مركزونو د محتوا د اوچتولو په موخه د اسلامی نړۍ د بزرګانو او پوهانو د آثارو يوه ټولګه او همداراز د دغه مركز د اطلاع رسونې په سائیټ كښې په فارسی او عربی ژبو د ټولو فرهنګی او مذهبی مجلو كیښودل، د دنيا له ٧٧ هيوادونو څخه د اطلاعاتی سافټ وئيرونو د بينك چمتو كول، له شپږنيم لاكو نه د زياتو علمی او تحقيقاتی مقالو برابرول او په سائیټ كښې ایښودل او هم په دغه ويب سائیټ كښې د اسلامی اطلاعاتو او معلوماتو په هكله د شپږنيم ميليون صفحو وړاندې كول د قم د اسلامی علومو د كمپيوټری تحقيقاتو د مركز له فعاليتونو څخه وبلل. 1001069