IQNA

په ازبكستان كښې د سيمه ايزو او دوديزو لباسونو نندارتون جوړ شو

12:34 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320295
د كلتور او هنر ډله: د ځائی او دوديزو لباسونو او جامو نندارتون د تيرو دودونو او دستورونو د معرفی كولو او د ازبكی كلتور، هنر او هويت د پياوړی كولو په موخه د ازبكستان جمهوريت په مركز تاشقند كښې د ترسره كيدو په حال كښې دﮮ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اسلامی فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان د څانګې د رپورټ له مخې: په دغه نندارتون كښې چې د تيرې چارشنبې په ورځ د څو تنو بهرنيو سفيرانو او نمائندګانو په ګډون او د ازبكستان جمهوريت د كلتور او ورزشی چارو د وزير په وينا سره پيل شو، د ايران فرهنګی سلاكار حميدمصطفوی څرګنده كړه: د جامې ډول د كلتورونو او تمدنونو په پيژندلو كښې ډير اهميت لری او د اسلام په مقدس دين كښې ورباندې هم ډير ټينګار شوے دے.
دوی په ازبكستان كښې د مختلفو قومونو شتون ته په اشارې سره ووئيل: د ازبكستان د خلكو د ژوند او لباسونو نندارتون د تيرو نسلونواو د اوسنيو نسلونو ترمينځ د ژور عاطفی ارتباط د رامينځته كيدو او د اوسنی مشينی ژوند سره د تيرو ځائی دودونو د پرتله كولو سبب كیږی. 1001121
captcha