IQNA

په مزار شريف كې د قران پاك د قرائت مقابله تر سره شوه

21:40 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320677
د قرانی كارونو ډله: د افغانستان د بلخ ولايت په مزار شريف ښار كې د مئې په شپږمې نیټی د قران پاك د قرائت مقابله تر سره شوه.
د ايران د نړيوال قرانی خبری اژانس ايكنا د يو راپور پر اساس، د افغانستان د تخار ولايت شلو قرانی مركزونو قاريانو په دې مقابلی كې برخه واخسته د دې مقابلی په افتتاحی مراسمو كې د اسلامی ګوند د شمالی سيمې مشر ښاغلی عبدالروف توانا او دينی عالمانو مولوی محمد ابراہيم، مولوی تخاری او كريمی د اسلام دښمنانو د جنايتونو په غندلو سره وويل چې قران لا زوال كتاب دی او ددې دښمنان به ماتی خوری.
ښاغلی عبدالروف توانا په خپلو خبرو كې وويل چې قران پاك اسمانی كتاب دی كوم استكباری طاقت هم د هغه مقابله نه شی كولای د اسلام دښمنان او نړيوال صهيونسټی طاقتونه په مسلمانانو ظلمونه كوی همدې لامله د امريكې سپيره پادرې د اسلام او قران پاك سپكاوې وكړ چې اوس مهال هم هغه ته د نړيوال صهيونی طاقتونو حمايت حاصل دی.
د ويلو ده چې د قران پاك د قرائت دې مقابلی ګټونكو قاريانو ته به انعامونه هم وركولی شی.
1001501
captcha