د ايران قرانی خبری اېجنسۍ ( اېكنا) د «Goal» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: حاتم بن عرفه د منېځنۍ كرښې لوبغاړے او پاپيس سيسه او دمبابا دوه سېنګالی حمله كوونكی د نيوكاسل ټيم د دې مودې ترټولو غوره لوبغاړی دی چې پارديو هيله من دے چې د دوی په شتون سره به د اتل ولۍ په لیګ كښې د مانچسټر ټيم لرې كړی او اتل ولۍ ته به ورسیږی. د نيوكاسل ټيم ټرېنر په دې وروستيو كښې اعلان وكړ چې د دغو دريو ژمنو مسلمانو مذهبی اعتقاداتو د برطانیې په برتر لیګ كښې د دغه كلب په كاميابۍ كښې يو مهم رول لرلے دے.
پارديو پرون د غوئی دمياشتې په اولسمه نېټه له «The Mail» برطانوی ورځپاڼې سره په مركه كښې وويل چې د نيوكاسل كلب له ډائرېكټر لی شارنلی سره یې د دغو دريو مسلمانو لوبغاړو لپاره د نمانځۀ د ځاے د جوړولو په حقله خبره كړې ده ځكه چې د ټيم مسئولين وظيفه لری چې له خپلو لوبغاړو او د هغوی له عقائدو څخه ملاتړ وكړی.
1001869