IQNA

په قاهره كښې د قران او حديث د علمی اعجاز نړيوال كانفرنس

21:41 - May 07, 2012
د خبر لمبر: 2320684
نړيواله ډله: په قران شريف او نبوی (ص) احاديثو كښې د علمی اعجاز وړومبنے نړيوال كلنے كانفرنس پرون د مصر د پائېتخت قاهرې په ((بنی سويف)) پوهنتون كښې پېل شو.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د (egynews) نومې د مصر د خبرونو د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ: دغه كانفرنس پرون د قران شريف او نبوی سنت علمی اعجاز نړيوال انجمن د عمومی سېكتر عبدالله المصلح او د بنی سويف پوهنتون د مشر امين السيد الطفی په شتون سره پرانستل شو.
د دغه نړيوال كانفرنس د جوړولو څخه هدف د ژورو قرانی او د قران شريف له متن او نبوی مباركو احاديثو څخه الهام اخېستونكو تحقيقاتو څېړنه، د قران او سنت د علمی اعجاز په زمينه كښې د تحقيقاتو د وړاندې كولو لپاره د يوې فضا رامنځته كول او د مختلفو علمی مركزونو ترمېنځ د تجرباتو د تبادلې په چوكاټ كښې د علمی تحقيقاتو خدمت او د علمی نقد په طريقه باندې په تكیې سره او د انصاف په موضوعيت سره د دغو تحقيقاتو څېړنه ده.
د ويلو ده چې دغه قرانی كانفرنس په متواتره توګه دوه ورځې يعنې پرون اونن دوام لری
1001850
captcha