د «OCI»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی همكارۍ د سازمان لوئې مدير اكمل الدين احسان اوغلو په دغه بيانيه كښې د (ايرا) نومی تنظيم له خوا د دينی كتابونو سوزول د اسلام، مسلمانانو او علماؤ سپكاوې وباله.
د اسلامی همكارۍ د سازمان عمومی منشی د دغې بيانیې په دوام كښې د موريتانيه له چارواكو نه وغوښتل چې د دغه سپك او سپيره كار ترسره كونكی دې مؤاخذه كړی ځكه چې د دغه هيواد د مسلمانانو ترمينځ د تفرقې او لانجې د رامينځته كيدو سبب كيدې شی.
يادونه كیږی چې د خلاصون لپاره د مقاومت طرحه نومی سازمان مشر بيرام ولد اعبيدی د روانې غوئی د مياشتې په اتمه نیټه په دې پلمه د يوشمير اسلامی كتابونو د سوزولو حكم وركړ چې د دغو كتابونو ليكوالان په موريتانيه كښې د غلامونو ساتل قانونی بولی.
په موريتانيه كښې له ١٩٨١ كال څخه د غلامانو ساتل په رسمی توګه ممنوع اعلان شوی او له ٢٠٠٧ كال نه تراوسه پورې هم په دغه هيواد كښې د غلامانو ساتل جرم ګڼل كیږی او ١٠ كاله قيد لری. 1001733