د پاكستان په بين المللی اسلامی پوهنتون كښې د دين د اصولو او د ټولنيزو علومو د څانګې استاذې ناديه مجاهد د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې د ملی پيوستون او همبستګۍ د لازموالی په توضيح كښې ووئيل: كه چيرې د يو ولس خلك په خپلو كښې وحدت او يوزړۀ توب ولری، فاسد او مستبد حكومتونه په هغو باندې خپل حكم نه شی چلولې او دا كار د يو آګاه، پوه او هوښيار ولس لرلو ته اړتيا لری. البته پكار دی پاملرنه وشی چې له آګاهۍ او پوهې نه مقصد يواځې د پوهنتونی زده كړې او تعليم لرل نه دی بلكې دغه بصيرت پكار دی د يوې ټولنې او معاشرې په خلكو كښې وده وكړی او كله چې د آګاهۍ سره مينه او د پوهيدلو اړتيا رامينځته شی هغه وخت مونږ ولسونه كوې شو چې د يوبل سره غوټه وخورو، يوه ډله شو او د دينی غورځنګونو رامينځته كونكی شو.
دوی په دوام كښې د دغو غورځنګونو په بڼه نيولو كښې د دين د رول په اړه څرګنده كړه: هغه څه چې په عربی هيوادونو كښې د رامينځته كيدو په حال كښې دی، دينی سرچينه او منشاء لری او اقتصاد او د پاچاهی او ډيكټاټوری حكومتونوسره مقابله په ترتيب سره د دغو غورځنګونو د بڼه نيولو ډيرمهم عوامل دی چې په دينی تعليماتو كښې هم څیړل شوی دی. 1000848