د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، مهمان پرست له افغانستان سره دامريكا دستراتيژيك تړون په لاسليكولو نيوكه وكړه او ویې ويل ، د سيمې په هيوادونو په تيره بيا افغانستان كښې د بې ثباتيو او نا آمنيو اصلی علت ، په دغه هيواد كښې د امريكايی پوځيانو او د هغوئ د ملګرو بهرنيو عسكرو شتون دی ، په داسی حال كښې چې دسيمې په تيره بيا ګاونډی هيوادونه ،په افغانستان كښې د سولې او ثبات په ټينګولو كښې لا اغيزمن رول لوبولای شی .
د ايران د خارجه وزارت ويندويی د فرانسی د ولسمشرۍ په ټاكنو كښې دسوسيالستانو د بريالی توب په اړه هم وويل ، دغو ټاكنو وښودله چې د فرانسی خلك دنيكلای ساركوزی له سياستونو ناراضه ؤ .
مهمان پرست وويل د مينځنی ختیځ بدلونونو او د افغانستان مسئلو ته د فرانسی ننوتل ، د ايران دملت له ګټوسره د چلند څرنګوالی او د امريكا له سياستونو په پيروۍ كښې غلط سياستونو د فرانسی د خلكو خپلواكه رول كم رنګه كړ او ساركوزی له سياستونو د فرانسی د خلكو د خپګان لامل شوه.
د ايران د خارجه وزارت ويندويی،په سوريه كښې پارلمانې ټاكنو ته اشاره وكړه او ویې ويل دغه ټاكنې په سوريه كښې د اصلاحاتو لپاره د دمشق د حكومت دوهم ګام دی،چې پكې د خلكو پراخ ګډون هم وښودله د سوريی خلك له سياسی او سوله ايزو لارو د كورنيو مسئلو آواری غواړی .
1003094