د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «CPI» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د حماس چارواكو وويل چې د فلسطين تر ټولو د سترې تاريخی نقشې د مخ كتنې مراسم سبا د خلكو د منتخب وزيراعظم اسماعيل هنيه او په غزه كښې د ګېنس د دائره المعارف د نمائندګانو په شتون سهر جوړیږی.
په دغو مراسمو كښې به په نړۍ كښې د فلسطين ټاټوبی ترتولو ستره او وړومبنۍ نقشه چې د غزې ښار په الكتيبه ودانۍ په ختیځې برخه كښې نندارې ته اېښودل كیږی مخ كتنه به یې وشی.
ټاكل شوې ده په دغو مراسمو كښې چې ((په نړۍ كښې د فلسطين د ترټولو سترې نقشې مخكتنه)) په عنوان سره به جوړ شيد ګېنس د ريكارډونو د دائره المعارف نمائندګان هم شتون ولری چې دغه تاريخ نقشه د رېكارډونو په كتاب كښې ثبته كړی. 1002734