IQNA

په نائجېريه كښې د قران زده كوونكی د زدكړې له پرمختلليو سهولياتو څخه بې برخې دی

23:53 - May 08, 2012
د خبر لمبر: 2321636
نړيواله ډله: نائجېريه په ټيكالوجۍ په زمينه كښې د پام وړ سطحې ته نۀ ده رسېدلې، له دې امله د قران زده كوونكی د زدكړې له پرمختلليو سهولياتو څخه بې برخې دی او لا تر اوسه د قران شريف د زدكړې لپاره له هم هغو پخوانيو او موروثی طريقو څخه استفاده كوی.
د نائېجېريه اسلامی فعال او الميزان اسلامی ورځپاڼې سردبير ابراهيم موسی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره د مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره زياته كړه: په عامه توګه د قران شريف زدكړه له څلور كلنۍ څخه چې ماشوم خبرې كولې شی او ايتونه درك كولې او ورباندې پوهېدې شی شروع كیږی چې په ابتداء كښې د قران شريف په وروستۍ برخه كښې لنډ سورتونه ماشومانو ته ورزده كولې شی.
هغۀ وويل: په زياترو شمالی سيمو كښې ماشومان تر هغه وخته چې قران حفظ كوی معلم ته سيارل كیږی او يا لږ تر لږه تر هغه وخته چې اتلس كلنۍ ته ورسی. په دې پرمختګ كښې هر ماشوم د هغۀ خاصو ذاتی خصوصيتونو سره تړاو لری.
هغۀ په دوام كښې وويل: د دوديز كلاسونو نه علاوه اسلامی مدرسې هم د قران د زدكړې خاص اهتمام كوی. مثلاً په كاډونا صوبه كښې د فوزيه نومې اسلامی مدرسه د مختلفو عمرونو كسانو لپاره څلور كلاسونه جوړوی. په اول كلاس كښې له سورۀ ناس نه تر سوره اعلی پورې، په دويم كلاس كښې له سوره اعلی نه تر سورۀ نبا پورې، په دريم كلاس كښې له سورۀ نبا څخه تر سورۀ جن پورې او په څلورم كلاس كښې له سورۀ جن څخه تر سورۀ ملك پوری يادول كیږی. البته كېدې شی معلم د زده كوونكو د توان په مناسبت سره د ايتونو او سورتونو شمېر زيات كړی. همدارنګ په دغه مدرسه كښې هر درسی ساعت د قران شريف په تلاوت سره شورع كیږی.
هغۀ وويل: له دې نه علاوه د يو شمېر تكړه زدكوونكو لپاره قران شريف د حفظ لپاره د خالی او ايتوار په ورځو كښې له سهار نه تر ماسپښين پورې يو لړ خاص كلاسونه جوړیږی. دغه كلاسونه له خاص عمر سره اختصاص لری او د زده كوونكو له توان او ظرفيت سره په مناسبه توګه مخ په وړاندې ځی. 1002009
captcha