IQNA

د اهلبېتو (ع) د مكتب له نشرېدو څخه د وهابيانو ويره له نبوی دعوت څخه د مكې د كافرانو د وحشت ياد راوړونكې ده

23:53 - May 08, 2012
د خبر لمبر: 2321639
د قرانی فعاليتونو ډله: محمد اسدی موحد وويل: د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو (ع) له مكتب سره د مسلمانانو له اشنا كېدو څخه د سلفی او وهابی ډلو ويره د وحی غږ ته د خلقو له غوږ اېښودو څخه د مكې كفارو د وحشت او ويرې په شان ده.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د ايران په اسلامی جمهوريت كښې له قرانی فعاليتونو سره د ځوانانو د اشنا كېدو او قرانی كلتور د ترويج په خاطر د ايران كلتوری مركز د زمبابوے په حراره ښار كښې د غوئی د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د قران شريف د حفظ او قرائت سيالۍ جوړې كړې.
دغه سيالۍ چې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری نمائندګۍ د كتابتون په هال كښې د زمبابوے د اسلامی موسسو د مسئولينو او لوړ رتبه شخصيتونو په شتون سره جوړې شوې د كوربا هېواد شلو تنو قاريانو او حافظانو د قران شريف د حفظ او قرائت په څانګو كښې سيالۍ وكړې.
له دغو سياليو نه پس او نتائجو له اعلانولو نه مخكښې د ايران د اسلامی كلتوری مركز مشر محمد اسدی موحد د اهلبېتو عليهم السلام له نظره د قران شريف د مقام او اهميت او په قران شريف كښې د تدبر په موضوع باندې وېنا وكړه.
اسدی د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو (ع) له مكتب سره د مسلمانانو له اشنا كېدو څخه د سلفی او وهابی ډلو ويرې او د هغوی تحجر ته په اشارې سره وويل: د خداے دګران رسول (ص) د رسالت په شروع وختونو كښې قرېشو كفارو به كوشش كوې چې د وحی دغه اسمانی غږ څوك وانوری چې هسې نه د قران تاثير كوونكے غږ هغوی بدل كړی خو هر كله چې به د قران شريف د نورانی مباركو ايتونو غږ د خداے ګران رسول (ص) له خوږې ژبې څخه جاری كېدۀ نو دومره زړۀ راښكنه به یې لرله چې پرديسی خلق به یې اورېدو ته ليواله كېدل او د تل لپاره به یې له بت پرستۍ څخه مخ ګرځوۀ او خپلو وطنونو ته به تلل او د خپل قوم خلق به یې له نوی نجات وركوونكی دين څخه خبرول. 1002843

captcha