IQNA

په پاكستان كې د پيغمبر اكرم(ص) د شخصيت مختلف اړخونه وڅیړل شول

22:53 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2321714
د علم او تفكر ډله: د روانی ميلادی مياشتی په شپیږمه نیټه د المصطفی نړيوال پوهنتون لخوا د پاكستان په لاهور ښار په الحمرا هال كې په يوې ناستې كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله سيرت او د هغه شخصيت په مختلفو اړخونو خبری اترې وشوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د روانی ميلادی مياشتی مئی په شپږمی نیټی د ځای وخت په مطابق ماسپښين له دوو بجو تر څلورو بجو پورې د خلكو په شتون كې په يوه كانفرنس كې د پيغمبر اكرم د شخصيت په مختلفو اړخونو رڼا واچول شوه.
دغه كانفرنس د كې د هيواد ستر دينی عالم ښاغلی "پيرزادہ رضا ثاقب مصطفائی" د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله د باره كې په څرګندونو كې وويل چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله په پاك سيرت كې د انسان ته رامنیځته كيدونكی ټولو ستونزو حل لاره موجوده دی او مسلمانانو ته پكار دی چې د رسول الله د امت څخه او د پيركار او منوونكی په توګه په خپل ژوند كې په نبوی سيرت عمل وكړی. چې په دنيا او اخرت كې كامياب شی.
1001769
captcha