IQNA

په اقتصاد كښې يواځې مادی عواملو ته پاملرنه، د سرمايه دارۍ په نظام كښې د غيرالهی نړۍ ليد له آثارو څخه ده

11:26 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2321981
د اقتصادی چارو ډله: د اقتصاد په اسلامی او سرمايه داری نظام كښې نړۍ ته د كتنې يو مهم اثر دا دی چې د اقتصاد په سرمايه داری نظام كښې يوازې مادی عواملو ته پاملرنه كیږی په داسې حال كښې چې د اسلام په اقتصادی نظام كښې د صدقې او د باران د نمونځ په شان داسې نور ډير الهی او غيرمادی عوامل يو خاص مقام لری.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د قرآن كريم له نظره د اسلام د اقتصادی نظام فلسفی بنيادونه)) په موضوع سره د اسلامی اقتصاد په برخه كښې د نظريو وړاندې كولو د غونډو د لړۍ دويمه ناسته د (اقتصادی نظام د قرآن پاك له نظره) په عنوان سره د اسلامی فرهنګ او تفكر د تحقيق د علمی هيئت او د ايرانی او اسلامی پرمختګ د مثالی عالی شوری د غړی حجت الاسلام والمسلمين سيدحسين ميرمعزی په شتون سره د روانې ثور د مياشتې په ١٨ نیټه د ايران د قرآنی فعاليتونو د سازمان د كانفرنسونو په هال كښې ترسره شوه.
د دغه رپورټ له مخې، حجت الاسلام ميرمعزی د خپلو ويناو په پيل كښې د اسلام د اقتصادی نظام په باب كښې يولړ مقدماتو ته په اشارې سره څرګنده كړه: وړومبۍ مقدمه د اقتصادی نظام سره په رابطه كښې له قرآن كريم څخه د استفادې روش ته ورګرځی او دوئمه مقدمه د اقتصادی نظام په تعريف او د هغه د اجرا په بيانولو پورې اړوندیږی او له دغو دوو مقدمو نه وروسته پكار دی د بحث اصل او متن يعنې د اسلامی اقتصاد په نسبت د قرآن كريم رابلنې ته فكر وكړو. 1002458
captcha