د تهران د كتابونو د نړيوال نندارتون د ٢٥ نندارتون د ترسره كيدو له ځائې څخه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ٣٥٠٠ فلسطينی اسيرانو سره د همبستګۍ په عنوان سره دغه غونډه د ايران د اسلامی شوری د جرګې د رئيس علی لاريجانی، د پارليمان د يوشميرا استازو، د اسلامی هيوادونو د سفيرانو او د اسلامی مبارزو ډلو د استازو او نمائندګانو په شتون سره ترسره شوه.
همداراز پرون مازیګر 6:30 بجې د دغه نندارتون د اسلامی بيدارۍ په غرفه كښې (د لبنان اسلامی مقاومت او اسلامی بيداری) په عنوان سره هم يوه غونډه ترسره شوه.
دغه ناسته د د لبنان د پارليمان د مقاومت سره د وفادارۍ د فراكسيون د غړو نادرطالب زاده او علی فياض په ګډون سره د كتابونو په بين المللی نندارتون كښې جوړه شوه.
د وئيلو ده چې د كتاب ٢٥ نړيوال نندارتون د (فرنګی جهاد ٢٥ كاله) په عنوان سره د روانې غوئی يا ثور د مياشتې له ١٣ نیټې څخه د تهران په مصلا كښې پيل شوې او د دغې مياشتې تر ٢٣ نیټې پورې به جاری وی. 1003249