د لبنان د المنار خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې:د لبنان او فلسطين د يو شمير سياسی او دينی ګوندونو او ډلو نمائندګانو په دغه غونډه كښې په يولړ ويناؤ كښې د سياسی اصلاحاتو په رامينځته كيدو او د ظلم سره په مقابله كښې د بحرين د ولس په حق باندې ټينګار وكړ.
د بيروت د غونډې غږملونكی قاسم صالح په دې بيان سره چې د لبنان ملی شخصيتونه او ګوندونه د بحرين د ولس د انقلاب ترڅنګ ولاړ دی، ټينګار وكړ: په كار دی چې په دغه هيواد كښې د پرديو له لاس وهنې نه لرې او په ټاكلی اساسی قانون سره يو منتخب دولت جوړ شی.
د لبنان د الشغيله نومې تنظيم عمومی منشی زاهرالخطيب هم د آل خليفه د څرګندو او پلان شويو تيريو او د سياسی فعالانو په تيره بيا د دغه هيواد د سياسی فعال عبدالهادی الخواجه د ناعادلانه محاكمو په غندلو سره ټينګار وكړ: د بحرين د خلكو انقلاب سوله ايز دی.
د لبنان د (مسلمانو علماؤ د تنظيم) استازی زهيرالجعيد هم په دې بيان سره چې د بحرين انقلاب د ظلم په وړاندې د حق دريدنه ده، د مذهبی او فرقه ايزې تفرقه اچونې د مخنيوی په موخه په دغه هيواد كښې د ملی وحدت د حفاظت د ساتنې په ضرورت باندې ټينګار وكړ.
د بحرين د بشری حقوقو د انجمن غړی ابراهيم المدهون هم ووئيل: د بحرين انقلاب فرقه ايز يا مذهبی نه دی بلكې د آل خليفه د ډيكټاټوری نظام په وړاندې يو اصلاح غوښتونكی حركت دی كوم چې څو لسيزې په دغه هيواد باندې په تحميلی او غيرقانونی توګه حكومت كړی دی. 1003108