IQNA

22:51 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2322539

له نوی فيصدو نه زياتو فرانسوی مسلمانانو سوشلسټ نامزد ته راې وركړه

نړيواله ډله: «Opinion Way» د نظر سنجونې موسسې نن سهار د غوئی د مياشتې په شلمه نېټه وويل: ٩٣ فيصده فرانس مېشته مسلمانانو د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دويمه دوره كښې فرانسوا اولاند ته راې وركړې ده.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) «newsring»د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: د دغې نظر سنجۍ (سروے) د نتائجو له مخې چې د هفت روزه «La Vie» په سایټ كښې خپارۀ شوی دی ٣٩ مسلمانانو د فرانس د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دويمه دوره كښې سوشلسټ نامزته راې وركړې ده او يوازې اوۀ فيصده مسلمانانو نيكلا سركوزے د ولسمشرۍ د پوسټ لپاره غوره ګڼۀ.
د يادونې ده چې د فرانس د ولسمشرۍ له انتخاباتو نه مخكښې ځينو خپارۀ شويو خبرونو ښودنه كوله چې د دغه هېواد له اوۀ سوو نه د زياتو جوماتونو مسئولانو د جمعې د نمانځۀ په خطبو كښې له مسلمانو ښاريزو څخه وغوښتل چې اولاند ته دې راې وركړی چې البته دا خبرونه د مسلمانو چارواكو لخوا رد شوی دی.
1003849
captcha