IQNA

له شدت پسندۍ سره مقابله د ټولو مسلمانو پوهانو مرستې ته اړتيا لری

22:49 - May 09, 2012
د خبر لمبر: 2322540
سياسی او اجتماعی ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم مشر وويل: مذهبی شدت پسند او تند لاری د اسلامی نړۍ لپاره د ناخوښه عناصرو په توګه ګڼل كیږی او له دې سپېرې ښكارندې سره مقابله د ټولو مسلمان اعتدال پسند عالمانو، پوهانو او دانشورانو تعاون او مرستې ته ضرورت لری
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم مشر محمد باقر خرمشاد او ورسره مل وفد چې د ايران د اسلامی كلتور د هفتې د نمانځلو په مناسبت كويت ته لاړ دے وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په اتلسمه نېټه له عربۍ شعر نومې موسسې څخه كتنه وكړه.
د دغې كتنې په ابتداء كښې په كويت كښې د ايران سفير روح ا... قهرمانی چې له دغې موسسې سره د خپلې اشنائی د مخينې په باره كښې خبرې كولې په سيمه كښې د روانو حالاتو ته په اشارې سره تند لاری او شدت پسند مذهبی كسان د اسلامی دنيا لپاره د ناخوښو عناصرو په توګه ياد كړل او وې ويل.: له دې سپېرې ښكارندې سره مقابله مقابله د ټولو مسلمان اعتدال پسند عالمانو، پوهانو او دانشورانو تعاون او مرستې ته ضرورت لری.
خرمشاد تاكيد وكړ: د مسلمانو مذاهبو ترمېنځ جزئی اختلافات په عالمانه تدابيرو سره مديريت كېدې شی او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو تنظيم هم په دې زمينه كښې له اسلامی ملكونو سره په تېر بيا د فارس خليج په سيمه كښې هېوادونو سره خپلې ملګرتياوې زياتې كړی دی.
1003729
captcha