IQNA

23:53 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322903

د عراق د پارلېمان استازی له امريكې سهر د اسلامی هېوادونو د تعلقاتو د ختمولو غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د عراق د پارلېمان استازی مهاالدوری د يوې بيانیې په جاری كولو سره د امريكائی پادری له خوا د قران شريف د سوزولو د غندلو په ترڅ كښې د دغه له توهين نه د ډك اقدام په خاطر له امريكې سره د اسلامی هېوادونو د تعلقاتود پرې كولو او د امريكائی څېزونو د بائيكاټ غوښتنه وكړه.

د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د اصوات العراق خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ: مهاالدوری په دغه بيانيه كښې چې خپله د هغۀ لخوا د عراق په پارلېمان كښې ولوستلې شوه څرګنده كړه: د امريكائی پادری تری جونز لخوا د قران شريف د سوزولو اقدام د اسلام د مبين دين د څرګندې بېحرمتۍ بيانوونكے دے او د اسلامی امت فرزندانو ته پكار دی چې د دغه ګستاخانه قدام په وړاندې په كوټلو صفونو سره كلك اودریږی او له دغه هېواد سره دې خپل اقتصادی او سياسی تعلقات پرې كړی او د امريكې سامانونه او څيزونه دې بائيكاټ كړی.
د عراق د پارلېمان دغه نمائنده همدارنګ وويل: تری جونز كه يو حقيقی مسيحې و نو هیڅ كله به یې د هغه قران شريف چې پكښې د بی بی مريم (س) په نامه يو سورت راغلے دے او هغه یې په يوې پاكې اوپاكيزه بی بی سره ياده كړې ده داسې توهين نه كوۀ
1003383
captcha