IQNA

د قدس شريف عالمانو د فلسطينی اسيرانو د ملاتړ غوښتنه وكړه

23:52 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322904
نړيواله ډله: په قدس شريف كښې د فلسطينی عالمانو او مبلغانو كمېټۍ مسلمان او عرب ولسونه د خوړو له اعصاب كوونكو فلسطينی اسيرانو څخه ملاتړ ته راوبلل.
د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د «CPI» اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ: دغې كېمټۍ وړمه ورځ د غوئی د مياشتې په نولسمه نېټه د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ: د فلسطينی اسيرانو د خوړو له اعتصاب (بهوك هړتال) څخه تقريباً درې هفتې تېریږی خو د صهيونېسټ رژيم مسئولينو په انفرادی چكيو(سېلولونو) كښې د هغوی د قېد د ختمولو او بې له مقدمې څخه د هغوی د عارضی نېونو د ختمولو په شمول د دغو اسيرانو د ډېرو ابتدائی غوښتنو د پوره كولو لپاره تر اوسه هیڅ څه اقدام نۀ دے كړےږ
د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې راغلی دی دغه غوښتنې په كامله توګه طبيعی دی او فلسطينی اسيرانو د اسرائيل له جېلونو څخه د ازادۍ لپاره د خوړو په اعتصاب باندې لاس پورې كړے دے، له دوی څخه اكثر كسان بې له څه محاكمې او مقدمې څخه جېل ته لېږلې شوی او هیڅ جرم یې نۀ دے ثابت شوے.
1003667
captcha