IQNA

اېكنا د شيعه مسلمانانو د قرانی فعاليتونو په باره كښې د پروپېګنډو په ډاګه كولو كښې موثره رسنه

23:53 - May 10, 2012
د خبر لمبر: 2322907
نړيواله ډله: اورپكې ډلې د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د پېروكارو په توګه د شعيه مسلمانانو په خلاف پروپېګنډې كوی چې له دې لارې كوشش كوی په مختلفو هېوادونو كښې د هغوی په قرانی فعاليتونو باندې سترګې پټې كړی، په دې بيناد له داسې پروپېګنډو سره په مخامخېدنه كښې پكار دی د اېكنا په شان څو ژبه لرونكو فعالو رسنيو له لارې له داسې پروپېګنډو سره د مقابلې لپاره د عمل مېدان ته راودانګلې شی.
د لبنان لوړرتبه قاری ، د ټول قران شريف حافظ، د نړيوالو قرانی سياليو داور او د لبنان د قران شريف د انجمن يو مسئول شېخ علی محمد المسلمانی له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د دې مطلب په بيانولو سره وويل: اورپكې ډلې د خداے دګران رسول (ص) د پاكو اهلبېتو عليهم السلام د پېروكارو په توګه د شعيه مسلمانانو په خلاف پروپېګنډې كوی چې له دې لارې كوشش كوی په مختلفو هېوادونو كښې د هغوی په قرانی فعاليتونو باندې سترګې پټې كړی يا كم رنګ وښئ، په دې بيناد له داسې پروپېګنډو سره په مخامخېدنه كښې پكار دی د اېكنا په شان څو ژبه لرونكو فعالو رسنيو له لارې له داسې پروپېګنډو سره د مقابلې لپاره د عمل مېدان ته راودانګلې شی.
شېخ علی محمد المسلمانی په دوام كښې د اېكنا څلوېښت ژبه والے په مختلفو ټولنو كښې د قرانی ثقافت د خپرولو په لړ كښې يو مهم ګام وبالۀ او زياته یې كړه: د اېكنا دا اقدام د دې سبب كیږی چې د نړۍ د هېوادونو چې په مختلفو ژبو خبرې كوی د قرانی فعاليتونو د خبرونو په منعكس كولو سره له داسې مخاطبانو سره چې له داسې فعاليتونو سره اشنا كېدو ته ليواله دی تعلق ټينګ شی.
د لبنان د قران دغه نړيوال داور زياته كړه: كېدې شی ځينې دا فكر وكړی چې په لبنان كښې قرانی فعاليتونه نۀ ترسره كیږی يا دغه فعاليتونه كم دی نو ځكه په دې زمينه كښې د خبرتياو د تقويتولو لپاره د اېكنا په شان رسنې ډېرې مهمې دی او كولې شی د لبنان د قرانی پروګرامونو او حټی د دغه هېواد د حافظانو او قاريانو د شمېر صحيح اطلاعات خپارۀ كړی.
1004024
captcha