سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب آيت الله امامی كاشانی وويل لويدیځی هيوادونه كه په راتلونكو خبرو اترو كې له ايران سره ګډوټكو ته د رسيدا غوښتونكی وی، نو بايد په نړيواله سويه دې د ايران د اسلامی جمهوريت د مهم ځای او مقام په نظر كې په نيولو سره په دغو خبرو اترو كې عقل، منطق صداقت معيار وګرځوی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لمانځه خطيب د دې خبرې په كولو سره چې اسلامی ايران د صداقت په اساس رامينځته شوی ټينګار وكړ، د ايران ملت به د ایټم بم د توليد په حرام بللو كې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود فتوا ته په پام سره هیڅ كله د دغه بم په جوړولو پسې نشی.
آيت الله امامی كاشانی روښانه كړه چې لويدیځ بايد د ايران په ضد خپل ګواښونكی او ناعادلانه كړچار او ځيل ختم كړی او د باورجوړونې په چوكاټ كې دې ګام پورته كړی، ځكه ايران د خپلو ایټمی سياستونو كې صادق دی او تل ئې د اختلافاتو د حل كولو او ګډو ټكو ته د رسيداهڅه كړې ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه ځينو لويدیځوالو كارپوهانو دتركیې داستانبول په خبرو كې دايران په ښه نيت اعتراف كړی دی او باوری دی تر اووس دامريكا او اروپائی هيوادونو وار دی چې خپل ښه نيت پر ايران دبنديزونواودباؤنو په ختمولو سره دې خپل ښه نيت ثابت كړی . آيت الله امامی كاشانی هم دا راز د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله عليها د نيكمرغه زوكړې د كليزې رارسيدا ته په اشارې سره وويل فاطمة الزهرا د عالم د د خوره پاكې ميرمنې په توګه په نړۍ كې د ټولو پاك نيته ميرمنو بيلګه ده.
هغه هم دا راز په لويدیځی نړۍ كې د ميرمنو لړزانه مقام ته په اشارې سره ټينګار وكړ له ميرمنو سره د لويدیځ چلند په سلو كې سل منفی اړخ لری او په لويدیځ كې د پياوړی او اصيلې كورنۍ نشتون، ميرمنې د فساد اوور ته وركش كړی دی.
1005072