د «Muslim Village»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: هندوستانی انديشمند او د (ریډينس) نومې اسلامی اونيزې مشرمنشی اعجازاحمداسلم د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: دغه بدلولونه او د اسلامی بيدارۍ پراختيا له تيرې پیړۍ نه پيل شوه كله چې ځينو اسلامی هيوادونو په يوبل پسې د استعمار زنځيرونه او زولنۍ وشلولې او په خپلواكو هيوادونو باندې بدل شو.
دوی ووئيل: د نړۍ ټول نارينه او زنانه مسلمانان د اسلام د يوځل بيا كشفولو او موندلو په حال كښې دی او دا بهير به په ټوله نړۍ باندې پريمانه مثبتې اغيزې ولری. په حاضر حال كښې له مصر او بغداد نه واخلې تر واشنګټن، لندن او پيرس پورې په ټوله نړۍ كښې مسلمانې ميرمنې د اسلامی حجاب او پردې په ساتلو سره په ټولنه كښې شتون لری او مسلمانان ځوانان د خپل دين په نسبت ډيره علاقه او مينه ښئی.
اعجازاحمداسلم زياته كړه: اسلام يوازې په لمونځ او زكات پورې نه محدودیږی بلكې ټول انسانی ارزښتونه په كښې هم شاملیږی او د يومسلمان دا دنده او ذمه واری ده چې د ژوند په ټولو ډګرونو له هغو نه په ټولنيز، اقتصادی، سياسی او د كورنی ژوند په ډګر كښې د خپل دين په تعليماتو باندې پابند واوسی. 1003891