IQNA

حسن نصر الله: د درې ديرش ورځنی جنګ هدف دلبنان ، ايران او سوریې ذليل كول وو

18:18 - May 12, 2012
د خبر لمبر: 2324015
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر حسن نصر الله وويل داسرايلو لخوا په لبنان ددرې ديرش (۳۳)ورځنی تپل شوی جنګ هدف په ټوله سيمه كښې دنوی مينځنی ختیځ د پلان د اجرا كولو لپاره د يوه ستر متغير په توګه د لبنان او ورپسې د فلسطين، سوریې او ايران ذليل كول وو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان د اسلامی مقاومت حزب الله مشر حسن نصر الله په وعد الاجمل دستورو كښې چې د لبنان پرضد د صهيونيسټ رژيم له درې ديرش(۳۳) ورځنی جنګ وروسته د پاتې كنډوالو د بيا جوړولو د عملياتو د ختيمدا په مناسبت د وعد شركت لخوا په مربع امنی سيمه كښې وشوې د سيمې او لبنان په وروستيو حالاتو غور و كړ.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله مشر وويل د اسرايلو لخوا د لبنان پر ضد د درې ديرش(۳۳) ورځنی جنګ هدف د حزب الله تباه كول وو نه دا چې دښمن وغواړی حزب الله بې وسلې كړی يا خپل بنديان بيرته لاس ته وروړی يا دا چې حزب الله د ليطانی سيند له جنوب څخه په شا وتمبوی. د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله وويل صهيونيسټ رژيم غوښتل چې لبنان او ټوله سيمه په كامل ډول داسرايلو او امريكا له پلان سره يوځاې كړی .
د ويلو ده چې اسرايلو دامريكا ،انګلستان او ځينو عربو اواروپايی هيوادونو په مټ په ۲۰۰۶ ميلادی كال كښې دلبنان داسلامی مقاومت حزب الله پرضد پراخ او ستر جنګ پيل كړی وو چې درې ديرش (۳۳)ورځې یې دوام درلود خو حزب الله اسرايلو ته داسې ماته و ركړه چې تل به یې په ياد ساتی .
1005410
captcha